هندوستان به د خپل جارحيت د غلطۍ نتيجې سره مخ کيږي،وزيراعظم
دپاکستان وزيراعظم شهباز شريف د قامي سلامتيا٬ ملکي سلامتيا او سيمه ايزې خپلواکۍ تحفظ او دفاع باوري کولو عزم تکرار کړے اؤ وئېلي ئې دي چې هندوستان به د خپل جارحيت د غلطۍ نتيجې سره مخ کيږي.
تيرماښام قوم ته پخپله وينا کښې وزيراعظم ووئيل چې مونږ لوظ کوو چې د ټولو شهيدانو د وينې د يو يو څاڅکي به حساب اخلو.
وزيراعظم ووئيل چې تېره شپه چې هند جارحيت کولو سره کومه غلطي کړې د هغې د نتيجې سره به اوس مخ کيږي اؤ زياته ئې کړه چې هند په دې غلط فهمۍ کښې ؤ ګنې مونږ به په شا شو٬خو هغوي په دې نه دي پوهه چې دا هغه ميړنے قوم دے کوم چې په خپل عزم کښې فولادي دے او د ملک د عزت او حفاظت لپاره د وينې د اخري څاڅکي پورې جنګيږي.
دۀ ووئيل چې ټول قام د ملک دفاع لپاره د خپلو وسله والو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے.
شهبازشريف ووئيل چې پاکستان د رواياتي وسلو په جنګ کښې خپل وړاندې والے په دښمن يو ځل بيا ثابت کړے دے
دۀ وئيلي دي چې مونږ د هندي جارحيت کوټلے جواب ورکړے دے ٬د کوم په نتيجه کښې چې دښمن ته زيان اوښتے دے.
وزيراعظم وئيلي هند په پاکستان حملې کولو سره زمونږ پام د ترهه ګرۍ منطقي انجام ته له رسولو نۀ شي اړولے.
ددۀ وينا وه تېره شپه ټولې نړۍ ليدلې چې په شمير کښې څو چنده لويې دښمن ماتې سره مخ شوے او د لويې څښتن په فضل زمونږ ځواکونو په فضاﺀ کښې يو داسې طوفان راوستے چې د دښمن نه چغې وتلي.
وزيراعظم قوم خبر کړو چې د هند پنځه جنګي الوتکې رانسکورې کړے شوي په کوم به چې هغوي فخر کولو
ددۀ وينا وه چې د هند په ناوړه حملو کښې 26 بې ګناه وګړي شهيدان او 46 ژوبل شوي، په ډاګه دې وي چې وروسته دائي ايس پي ار ډي جي دمړو شوو کسانو شمير ٣١ او دژوبل شوو شمير د٥٠و نه سيوا وښودو چې پکښې ماشومان او ميرمنې هم شامل دي.
وزيراعظم ووئيل چې د يو شهيد ماشوم ارتضٰی عباس په جنازه کښې ما پخپله ګډون کړے٬د هغه عمر 7 کاله و٬د خپلې مور او ورور سره په کور کښې و او په حمله کښې شهيد شو، ددۀ وينا وه دا ډول نور عظيم پاکستاني شهيدانو ته پیرزوئنې وړاندې کوم
پاکستان سره په سخت وخت کښې په ودريدو دترک صدر مننه
بلخوا وزيراعظم د هند پارونکي جارحيت نه پس د ترکي پاکستان سره پۀ يو والي او ملاتړ ستائينه او مننه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې د پاکستان په خپلواکۍ او سيمه ايزې سلامتيا د هند بزدلانه حمله جنوبي ايشيا کښې امن او استحکام خطر سره مخ کړے
دسرکاري خبري ادارې نه دجاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم دغه څرګندونې دترک صدر طيب اردوان سره ټيليفوني رابطه کښې کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0