لنډي کوتل کښې ددوه فريقو ترمينځ ډزې، دوه مړۀ

Mar 23, 2026 - 16:41
 0  13
لنډي کوتل کښې ددوه فريقو ترمينځ ډزې، دوه مړۀ

لنډي کوتل(  مينه وال شينواري) دلنډي کوتل لرې پرتې علاقې لوئې شلمان په نمارکور سيمه کښې ددوه فريقو ترمينځ  دډزو له امله دوه کسان پحق رسيدلي دي، په ډزو وژل شوو کښې رئيس خان اؤ نصير خان شامل دي، ددواړو فريقو نه يو ، يو تن وژل شوے دے،دوژل شوو  دواړو کسانو مړي  لنډي کوتل ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته وړل شويدي چرته چې  دپوسټ مارټم دقانوني کارروايۍ نه پس مړي خپل کلي لوئې شلمان ته وړل شويدي.دلنډي کوتل لوئې شلمان پوليس چارواکو وينا ده چې دپېښې تحقيقات روان دي، دفريقينو ترمينځ جنګ بندي شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي