مولانا فضل الرحمان داسلام اباد خودکش حمله دايجنسيو ناکامي وګرځوله

Feb 7, 2026 - 01:17
 0  2
مولانا فضل الرحمان داسلام اباد خودکش حمله دايجنسيو ناکامي وګرځوله

اسلام اباد(  وحدت خبر)  دجمعيت علمائے اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان  داسلام اباد دچاؤدنې سخته غندنه کړې اؤ دا ئې دايجنسيو ناکامي ګرځولې ده، پخپل يو بيان کښې مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې داسلام اباد چاؤدنه افسوسناکه اؤ دغندنې وړ ده، حمله  کوونکي دانسانيت دشمنان دي چې دهيڅ رعايت مستحق نۀ دي،  دمتاثره خاندانونو سره دتعزيت اظهار کوو اؤ دژوبل شوو دزر رغيدو لپاره دعا کوو. دۀ وئيلي دي چې  دخېبرپپښتونخوا اؤ بلوچستان نه پس اوس اسلام اباد کښې مسلسل ددهشت ګردۍ کارروايۍ روانې دي، دملک يوه برخه هم ددهشت ګردو نه محفوظه نۀ ده، په دې بدترينو حالاتو کښې  دادارو  پخپله کارکردګۍ فخر سواليه نشان دے. دۀ وئيلي دي چې  دفرقه وارانه فسادونو کوونکو قومي اؤ بين الاقوامي عناصرو مجرمانه ذهنيت نظرانداز کيدے نۀ شي، دسانحو نه پس   حکمرانان په دورو اؤ دغندنې په بيانونو سره انحصار کولو سره قام مطمئين کولے نۀ شي. کۀ ادارې دسياسي مداخل نه فارغې شي نو دامن وامان اؤ عوامو ځان ومال ته به توجو وکړي. دلسګونو انټلي جنس ايجنسيو په موجودګۍ په اسلام اباد کښې په محترمه ورځ په وينو ولمبول شوه، دا حمله دايجنسيو ناکامي ده. رياستي ادارې ه کله دعوامو دمايوسۍ ازاله کوي، کله به دعوامو دزخمونو مرهم جوړيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي