پوليسو اسلام‌اباد کې دوه افغان خبريالان ونيول

Dec 30, 2025 - 15:55
 0  15
پوليسو اسلام‌اباد کې دوه افغان خبريالان ونيول

کوهاټ ( نعمت‌الله خان ) په پاکستان کې د افغان خبريالانو د نيولو لړۍ لا هم روانه ده. د ډسمبر پر ۲۹مه، د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پوليسو دوه افغان خبريالان، عاشق‌الله جلال زوی او عتيق‌الله رحيمی، نيولي دي.

د سرچينو په وينا، ياد خبريالان د فيصل په نوم ښارګوټي کې اوسېدل، چې د پوليسو د يوې چاپې پر مهال نيول شوي او وروسته د سيمې اړوند حوزې ته وړل شوي دي، چې دا مهال تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.

تر اوسه د پاکستان پوليسو د دغو نيونو په اړه رسنيو ته کوم رسمي بيان نه دی ورکړی، خو ويل کېږي چې نيول شوي خبريالان له اخراج سره مخ دي او ښايي بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

بلخوا، د افغان خبريالانو د خوندیتوب او مرستو سازمان (امسو ) د اروپا هېواد فرانسه هېواد کې د هغو افغان خبريالانو په ملاتړ لاريون کړی، چې دا مهال په پاکستان او ايران کې له ستونزو، نيونو او جبري اخراج سره مخ دي.

ياد سازمان له پاکستان او ايران څخه غوښتي، چې د نړيوال بشري قانون له مخې له افغان خبريالانو سره انساني چلند وکړي او زياته کړې يې ده، چې دا خبريالان د درېيم هېواد ته د بيا مېشتېدو په موخه په موقت ډول ياد هېوادونو ته تللي او بايد هر ډول لازمې مرستې ورسره وشي، ځکه دوی په خپل هېواد کې له جدي ګواښونو او ننګونو سره مخ دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څه مودې راهيسې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان وګړو د ويزو تمديد درولی، چې له امله يې ګڼ شمېر افغان کډوال، چې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي، له سختو ستونزو او اندېښنو سره مخ دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي