کرک کښې دپوليسو په موبائيل دترهه ګرو حمله، پينځه اهلکار شهيدان

Dec 23, 2025 - 10:48
Dec 23, 2025 - 10:53
 0  3
کرک کښې دپوليسو په موبائيل دترهه ګرو حمله، پينځه اهلکار شهيدان

کرک( وحدت خبر) د  کرک: د ګرګري تاڼې  سيمې امان کوټ کښې پۀ  پوليس موبايل د ډزو له امله پنځه پوليس اهلکاران شهيدان شوي دي ۔   د پوليسو سرچينو ويلي چې په کرک کښې د ترهګرو په  حمله کښې شهيد شوو اهلکارو کښې  شاهِد اقبال، عارف، صفدر او نور شامل دي۔ پوليسو ويلي چې ياد پوليس موبايل د تېلو او ګيس د لټون کوونکې کمپنۍ پۀ  سيکيورټۍ  مامور وو، او د ملزمانو د نيولو لپاره د  سرچ اپريشن   پيل  کړے شوے دے۔ډي پي او سعود خان وئيلي  دحملې نه پس دهشت ګردو دپوليسو ګاډي ته اور ورته کړے دے په ګاډي کښې موجود پينځه واړه اهلکار شهيدان شويدي، دپوليسو ګاډے دګيس اؤ تيلو پيداواري  کمپنۍ مول سره په سيکورټي ډيوټۍ روانه ؤ. د يادونې وړ ده چې روانه مياشت په بنو کښې د هوېد تاڼې د شيخ لنډک پوليس چوکي باندې هم ترهګرو بريد کړے و، چې په هغه بريد کښې پنځه پوليس اهلکار  ژوبل شوي وو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي