په ايف سي هيډکوارټرز حمله،دشواهدو له مخې ترهه ګر افغانان وو، ائي جي

Nov 25, 2025 - 15:30
 0  3
په ايف سي هيډکوارټرز حمله،دشواهدو له مخې ترهه ګر افغانان وو، ائي جي

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ائي جي پي ذوالفقار حميد ،ئيلي دي چې په ايف سي هيډکوارټرز دحملې ترلاسه شوو شواهدو ترمخه ترهه ګر افغانان وو، ميډيا سره په خبرو کښې ائي جي پي ووئيل چې تيره ورځ درې خودکش حمله کوونکي راغلي وو، ترهه ګر هم په هاغه وخت ختم کړے شوي دي، دتحقيقاتو لپاره مو فنګر پرنټس نادرا ته ليږلي دي، دټول ښار سي سي ټي وي فوټيجز ترلاسه کولے شي، دۀ ووئيل چې دترلاسه شواهدو له مخې داسې محسوسيږي چې دهشت ګرد افغانان وو، په پېښه سي ټي ډي اؤ اسپيشل ټيمونه کار کوي، دترهه ګرو موټرسائيکل په تحويل کښې اخستل شوے دے اؤ تحقيقات روان دي، موټرسائيکل نه فنګر پرنټس ترلاسه کړے شويدي. ائي جي پي ووئيل چې سږکال په حملو کښې اضافه شوې خو دا پشا تمبول شويدي، مختلفو ضلعو ته جديدې وسلې فراهم کولے شي، دترهه ګرو په حکمت عملۍ کښې  بدلون راغلے دے، تيره ورځ تاسو دپوليس ريسپانس عملي مظاهره هم کتلې ده، داينټي ډرون پشمول جديده ټيکنالوجي پوليس ته فراهم کولے شي،دتاڼو نه واخله افسرانو کچې پورې بلټ پروف ګاډو دورکړې عمل روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي