پاکستان دطالب ترجمان دپوځ په اړه څرګندونې له حقائقو سره په ټکر وګرځولې

Nov 1, 2025 - 22:21
 0  3
پاکستان دطالب ترجمان دپوځ په اړه څرګندونې له حقائقو سره په ټکر وګرځولې

داطلاعاتو اؤ نشرياتو  وزارت دافغان طالبانو دترجمان بيان ګمراه کن ګرځولے اؤ مسترد کړے ئې دے،  په ايکس جاري کړے شوي بيان کښې وئيل شويدي چې دپاکستان خلاف  دافغانستان ددروغو دعوې  دحقائقو برعکس دي. بيان کښې وئيل شويدي چې  پاکستان دافغان ترجمان ګمراه کن بيان مسترد کوي، داستنبول مذاکراتو په اړه  حقائق دافغان طالبانو ترجمان په وران شکل پيش کړيدي. داطلاعاتو وزارت وئيلي دي چې پاکستان  په افغان خاوره  دموجودو دهشت ګردو دګرفتارۍ غوښتنه کړې ده،  دپاکستان موقف واضحه، مستقل اؤ په ريکارډ موجود دے. داطلاعاتو وزارت وئيلي دي چې  دپاکستان خلاف غلط بياني دمنلو وړ نۀ ده،  پاکستان واضحه کړې ده چې ددهشت ګردو سپارنه  دسرحدي انټري پوانټونو دلارې ممکن کيږي، دپاکستان موقف په غلط انداز کښې پيش کولے شي. په ٣٠م نومبر ارمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي وو چې پاکستان دافغانستان پشمول دټولو ګاونډيانو سره امن غواړي خو دافغان خاورې نه به دهشت ګردي نۀ زغمو.

پۀ ډاګه دې وي چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د افغانستان او پاکستان خپلمنځي اړيکو په تړاو پاکستان کښې دوله ډوله نظرونه دي. ښاغلي مجاهد د پاکستان له يوه شخصي ټلويزيون 'خيبر نيوز' سره وروستۍ مرکه کښې وويل، د پاکستان ملکي حکومت غواړي له افغانستان سره اړيکي ورغوي، خو په وينا ئې پاکستان پوځ د اړيکو ښه کولو دا هڅې بېرته له منځه وړي.

 داطلاعاتو وزارت دطالب ترجمان دغه څرګندونې دحقائقو برعکس ګرځولي دي.  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي