باجوړ کښې په کور دمارټر ګولې لګيدو له امله درې کسان مړۀ
) باجوړ کښې پۀ يو کور دمارټر ګولې لګيدو له امله يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي. سرچينې وايي چې دا پېښه د باجوړ د ماموند تحصيل ايراب سرکې سيمه کښې رامنځته شوې، چيرته چې له نامعلوم لورې راغلې دمارټر ګوله پۀ استوګنيز کور لګېدلې ده. د ګولېد لګېدو له امله يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي، او دوه نور کسان ټپيان شوي، چې سمدلاسه روغتون ته انتقال کړل شوي دي. بل لور ته د وژل شويو کسانو خپلوانو د مړو د ښخولو نه انکار کړے او د پېښې پر ضد ئې د احتجاج اعلان کړے دے. د شهيدانو کورنۍ وائي چې د پېښې پوره ذمه واري پۀ حکومت ده، او نن به د مړو جسدونه سړک ته راوباسي او قوي احتجاج به وکړي. د وژل شويو خپلوانو دا تور هم لګولے چې بې ګناه خلق عمداً په نخښه کېږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0