مچهـ اؤ بل مستونګ کښې درې چاؤدنې، ګوادر اؤ تربت نه ٥ لاشونه برامد

Nov 29, 2025 - 14:28
 0  2
مچهـ اؤ بل مستونګ کښې درې چاؤدنې، ګوادر اؤ تربت نه ٥ لاشونه برامد

کوئټه( وحدت خبر) دبلوچستان مچهـ ټاؤن اؤ مستونګ کښې دجمعې په ورځ درې چاؤدنې شويدي، دپوليسو وينا ده چې مچهـ ټاؤن کښې يوه زورداره چادنه شوې ده چې پکښې يو تن ژوبل شوے دے، مستونګ کښې دوه بيلا بيلې چاؤدنې شويدي چې له دې وروسته دډزو تبادله هم شوې ده، پوليسو وئيلي  مچهـ بازار کښې نامعلومو کسانو لخوا  دبارودي موادو چاؤدنه شوې ده چې پکښې يو تن ژوبل شوے اؤ نزدې دوکانونو او کورونو کړکۍ ماتې شويدي، اخوا دمستونګ ميجر چوک کښې ددوه چاؤدنو اطلاعات ترلاسه شويدي خو مرګ ژوبله پکښې نۀ ده شوې، دچاؤدنو وروسته دوسله والو کسانو اؤ سيکورټي فورسز ترمينځ دډزو تبادله هم شوې ده.بل لوري ته  دګوادر تحصيل تمپ علاقه کښې په ګولو سوري درې لاشونه ترلاسه شويدي چې پکښې يو اوس اوس دواده کړي تن لاش هم شامل دے. پوليسو وئيلي دمقامي کسانو په اـطلاع ئې دوو مختلفو مقاماتو نه لاشونه برامد کړيدي کوم چې ګومازي اؤ ډازان علاقو کښې غورزول شوي وو. دعمران نادل په نوم اوس اوس   وادۀ کړے يو شخص  دګومازي علاقه کښې دکور نه تښتول شوے ؤ ، دهغه لاش وروسته ډازان کراس سره نزدې غورزول شوے ؤ، دعمران وادۀ يوه هفته وړاندې شوے ؤ. اخوا دتربت خواؤشا سيمه کې دوه نور لاشونه هم ترلاسه شويدي چې پيژندګلو ئې دابو بکر اؤ ـطاهر احمد په نومونو سره شوې ده. دوي دکندان علاقو بالنګر اؤ شولي  استوګن وو. دمقامي خلقو ترمخه دا کسان دڅو هفتو راهسې بې درکه وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي