کرک، د٢٠و خطرناکو اشتهارياتو پشمول ٣٣ مشکوک کسان ګرفتار

دپوليسو وينا ده چې دخېبرپښتونخوا پۀ کرک ضلع کښې ترسره شوو دلټونې عملياتو کښې د٢٠و خطرناکو اشتهارياتو پشمول ٣٣ مشکوک کسان ګرفتار کړے شويدي.
دپوليسو وينا ده چې دګرفتار کړے شوو کسانو دقبضې نه په دروند مقدار کښې وسله اؤ منشيات برامد کړے شوي دي
پوليسو وئيلي دي چې ګرفتار اشتهاري مجرمان، قتل، اقدام قتل، غلا، ډاکو او او دشوکو پشان سنګينو جرمونو کښې مطلوب وو.
دپوليسو ترمخه نيول شوو کسانو نه پينځه کلاشنکوفې، ١٤ تمانچې، ٧ ټوپکې،١٧ کلو ګرامه چرس اؤ يو کلو ائيس ترلاسه کړے شويدي.
دغه اپريشن په لتمبر، صابراباد، تخت نصرتي، سټي اؤ بانډه سيمو کښې شوے دے چې پکښې دپوليس کمانډوز، ايليټ فورس، زنانه پوليس، کيو ار ايف او ډي ايس بي خصوصي مرسته شامل وه.
What's Your Reaction?






