د خېبرپښتونخوا حکومت دغنمو دخريدارۍ نۀ کولو فيصله

پېښور( وحدت خبر) خېبرپښتونخوا حکومت دغنمو دخريدارۍ نۀ کولو فيصله کړې ده.دخېبرپښتونخوا دصوبائي کابينې ٣٣مه غونډه تيره ورځ دوزيراعلي سردار علي امين خان ګنډاپور په مشرۍ کښې ترسره شوې ده
داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف د اجلاس دفيصلو په اړه دبريفنګ ورکولو په دوران وئيلي دي چې کابينې دکلائيميټ ايکشن بورډ( کيب) بل ٢٠٢٥م منظوري ورکړې ده، دا بورډ به په ماليتوګه خپلواکه وي اؤ په ټولو محکمو کښې به دمالياتي حکمت عملۍ نګراني اؤ دهم اهنګۍ لپاره به کار کوي. بورډ به دماحولياتي پاليسيو تياري، ترميم، نګراني اؤ دکارکردګۍ جائزې ترڅنګ تحقيق اؤ دماحولياتي فنډز راټولولو پشان امور ترسره کوي.
دبورډ لاندې به کلائيميټ ايکشن بورډ فنډز قائمولے شي، کابينې دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ په ٢٨م اپريل ٢٠٢٥م دمنظور کړے شوي قرارداد نمبر ١٦٧ وفاقي حکومت ته دليږلو منظوري هم ورکړې ده. دقرارداد ترمخه دا ايوان دپخواني قومي اسمبلۍ غړي علي وزير په مسلسل ګرفتاريو، دشديد تشويش اظهار کوي چې علي وزير دا وخت سخت بيمار دے، دا ايوان غوښتنه کوي چې علي وزير دې په فوري توګه په غيرمشروط ډول رها کړے شي.
کابينې دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ دمشترکه قرارداد نمبر ١٦١ هم وفاقي حکومت ته دليږلو منظوري ورکړې ده، دقرارداد ترمخه که هر څو خېبرپښتونخوا دتيرو څو لسيزو راهسې ددهشت ګردۍ ښکار ده، په دې دوران په زرګونو معصومو وګړو اؤ پوليس اهلکارو دخپل ځانونو نذرانې پيش کړي، په دې لړ کښې دپاکستان دحکومت دافغانستان په اړه پاليسي موثره نۀ ده ثابت شوې بلکې ددې په نتيجه کښې نۀ صرف په دهشت ګردۍکښې اضافه شوې بلکې ددواړو ملکونو اؤ عوامو ترمينځ تعلقاتو کښې هم خرابوالے راغلے دے نو ځکه دا اسمبلي صوبائي حکومت ته سفارش کوي چې وفاقي حکومت ته ددې خبرې سفارش وکړي چې دافغانستان په اړه په موجوده پاليسۍ نظرثانۍ ترڅنګ دا په فوري توګه بدله کړي.
دبريفنګ په دوران وئيل شويدي چې دوفاقي پاليسۍ نه بغير صوبه غنم نۀ شي اخستے.لاهورهائيکورټ بار ايسوسي ايشن لپاره دپنځوسو ملينو روپو منظوري ورکړے شوې ده.
What's Your Reaction?






