خيبر پښتونخوا کې افغان کډوالو له ايالتي محکمې څخه د بېرته ستنېدو لپاره وخت غوښتی

Dec 6, 2025 - 21:53
 0  52
خيبر پښتونخوا کې افغان کډوالو له ايالتي محکمې څخه د بېرته ستنېدو لپاره وخت غوښتی

کوهاټ ( نعمت الله خان )په خيبر پښتونخوا مېشت افغان کډوالو مشرانو د متحده عالي شورا په نوم د کډوالو د حقوقو يوې ټولنې په دغه ايالت کې له سترې محکمې ( های کورټ ) ته عريضه کړې چې د بېرت خپل هېواد ته ستنېدو لپاره دې وخت ورکړل شي.

د دغې شورا مشر بريالي مياخېل او د افغان تجارانو يو مشر نقيب الله پاچا سره د يو شمېر کډوالو په ملتيا پېښور کې ايالتي محکمې مشر قاضي ته د مدافع وکيل لخوا خواست کړی چې په دغه ژمي موسم کې د افغان کډوالو بېرته ستنېدلو کې له ننګونو سره به مخ شي او په افغانستان کې ژمي موسم پيل شوی د سختې يخنۍ او په ډېرو سيمو کې واورې وارېدو له کبله به کډوالو  ماشومان، ښځينه او سپينږي مشران له ژوند ګوښوونکي ناورين سره مخ کېدلای شي.

د کډوالو لخوا په ليکل شوي عريضه کې له مشر قاضي غوښتنه کړې چې حکومت پاکستان د ورته د بشردوستي له مخې دومره وخت ورکړي چې کډوال ژمی موسم تېر کړي او په دغه موده کې به کاروبار کوونکي افغان کډوال خپلې شتمنۍ راوټولي کړي.

بلخوا د پاکستان کورنيو چارو وزات ويلي، افغان کډوال دې ژر تر ژر خپل هېواد ته ستانه شي نور په پاکستان کې د دغو کډوالو پاتې کېدو موده پای ته راسېدلې او په خيبر پښتونخوا کې د کډوالو کمپونو ناقانونه ګرځول شوي.

حکومت زياتوي، د بېرته ستنېدونکي کډوالو سره به هر ډول مرسته کولای شي چې په باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي