خېبرپښتونخوا کښې باران، زول اؤ طوفان تباهي خوره کړه، درې مړه

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په مختلفو ضلعو کښې طوفاني بارانونو تباهي خوره کړې ده، دمختلفو حادثو په دوران دماشومانو پشمول درې کسان مړۀ اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دتفصيلاتو ترمخه دنوښار جهانګيري تحصيل کښې دديوال راپريوتو له امله يو تن مړ اؤ په بدرشۍ کښې دديوال راپريوتو له امله يو ځوان ژوبل شوے دے، دمړ شوي تن پيژندګلو دلاروي وقاص په نوم سره شوې ده، همدغه شان ٢٩ کلن انيس نومې تن ژوبل شوے هم دے. همدغه شان دصوآبۍ په مانکي کلي شهيد محله کښې دچارديوالۍ اؤ چت راپريوتو په پېښه کښې دوه کلن ماشوم مړ شوے دے، پېښه کښې دمړ شوي ماشوم مور اؤ يوه بله ماشوم ژوبل شوي چې هسپتال ته وړل شويدي.
اخوا دهري پور دريواړو تحصيلونو کښې تيز زول اؤ باران تباهي خوره کړې ده، دغازي علاقې الدو کښې دکور دديوال راپريوتو په وجه يو ماشوم پحق رسيدلے اؤ دوه ژوبل شوي دي، دمړ شوي ماشوم پيژندګلو دشوال په نوم سره شوې ده، ژوبل شوي ماشومان اؤ مړے هسپتال ته رسول شويدي.
همدغه شان په ټي ائي پي روډ دتيزرفتاره وين دزول په وجه دبې قابو کيدو وروسته هغه کندې ته پريوتے چې پکښې ډرائيور ژوبل شوے دے.
همدغه شان دپېښور خواؤشا علاقې اچينۍ بالا اؤ متنو کښې دچتو راپريوتو پېښې شويدي چې پکښې درې کسان ژوبل شويدي. دپېښور ايچنۍ بالا کښې دباران اؤ طوفان په سبب په ډهيرۍ محله کښې دمسجد عثمان غني چت راپريوتے دے خو مرګ ژوبله پکښې نۀ ده شوې، اخوا دپېښور خواؤشا علاقې متنو کښې ديو هوټل چت راپريوتو په وجه درې کسان ژوبل شويدي اؤ هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?






