پېښور کښې دکالج زده کوونکې خودکشي وکړه

Sep 9, 2025 - 15:04
 0  1
پېښور کښې  دکالج زده کوونکې خودکشي وکړه

پېښور کښې دفرنټئير کالج  داستوګنې کوارټرز کښې اتلس کلنې جېنۍ په مبېنه توګه په مرۍ کښې لوپټه اچولې اؤ خودکشي ئې کړې ده، داطلاع په ترلاسه کيدو پوليس موقعې ته رسيدلي، اهم شواهد ئې راټول کړي اؤ دمختلفو زاويونو  نه ئې  تفتيش شروع کړے دے، دپوليسو ترمخه عبدلارحمان ولد وصال محمد ددولت پوره ، چارسده اوسيدونکي  رپورټ درج کړے چې دهغه خور اتلس کلنه اقصى بي بي په کور کښې موجوده وه چې دنامعلومو وجوهاتو په بنياد ئې په مرۍ کښې لوپټه اچولې اؤ خودکشي ئې کړې ده. پوليسو دپوسټ مارټم نه پس مړے وارثانو ته سپارلے دے. مړې شوې جينۍ  دلوپټې دلارې په پکي پسې ځان ځوړند کړے اؤ خودکشي ئې کړې ده. درپورټ ترمخه  دمړې شوې جينۍ په امتحان کښې  کمې نمبرې راغلې وې، هغه دسيکنډايئر زده کوونکې وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي