ډي ائي خان کښې دپوليس کارروائي، يو ترهه ګر ووژل شو،دوه پوليس اهلکار شهيدان
په ډيره اسماعيل خان کښې دپوليسو اؤ دهشت ګردو ترمينځ نښته شوې ده، ددوه پوليس اهلکار دشهيدولو وروسته پوليسو جوابي کارروائي کړېده چې پکښې يو ترهه ګر وژل شوے دے.
کلاچۍ تحصيل کښې ترهه ګرو دوه پوليس اهلکار شهيدان کړيدي، ددې نه فوري پس پوليسو موثره کارروائي کړې ده چې پکښې دوه دهشت ګرد ژوبل شوي هم دي
، دشهيد شوو اهلکارو پيژندګلو دګل محمد اؤ شهزاد خان په نومونو سره شوې ده چې يادګار پوليس چوک کښې تعينات وو، دواړ ه اهلکار نزدې دوکان ته روان و چې دهشد ګردو پرې ډزې وکړې اؤ شهيدان ئې کړل.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0