دافغان خاورې دپاکستان خلاف ددهشت ګردۍ لپاره استعمال دمنلو وړ نه دے، فيلډ مارشل
پينډۍ( وحدت خبر) دپاک فوج سرلښکر فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې دافغان خاورې دپاکستان خلاف ددهشت ګردۍ لپاره استعمال دمنلو وړ نه دے، فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې دپولې پورې غاړې نه دفتنه الخوارجو دهرې خطرې مخنيوي لپاره به ټول ضروري اقدامات کوو، دائي ايس پي ار ترمخه فيلډ مارشل سيد عاصم منير دجنوبي وزيرستان، وانا دوره کړې اؤ دشهيدانو په يادګار ئې ګلونه ايښودي، ائي ايس پي ار وئيلي دي چې هغه دوطن په دفاع کښې قرباني ورکوونکو شهيدانو ته دعقيدت پيرزوئينې پيش کړيدي. فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په مغربي سرحد دسيکورټي صورتحال اؤ اپريش غضب للحق په اړه بريفنګ ورکړے شوے دے. فيلډ مارشل په مغربي سرحد دموجوده سيکورټي صورتحال اؤ اپريشنل تيارو جائزه اخستې اؤ په وړاندنيو مورچو تعينات ځوانانو سره ئې ملاقات کړے اؤ دنښتو په دوران دځوانانو دپېشه وارانه صلاحيت، اپريشنل بيدارۍ اؤ لوړې حوصلې ستائينه ئې کړې ده. دۀ وئيلي دي چې دشهيدانو قربانۍ دپاکستان دسلامتۍ اؤ استقامت بنياد دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0