ډي ائي خان، دوادۀ په دستوره کښې خودکش حمله،5 شهيدان،10 ژوبل

Jan 24, 2026 - 00:24
 0  3
ډي ائي خان، دوادۀ په دستوره کښې خودکش حمله،5 شهيدان،10 ژوبل

ډي ائي خان( وحدت خبر) په ډيره اسماعيل خان کښې  دوادۀ دستوره کښې خودکش حمله شوې ده چې له امله ئې  پينځۀ کسان   شهيدان شوي اؤ١٠ ژوبل شويدي، دډي ائي خان ريجن دپوليسو مشر اشفاق انور ترمخه  چاؤدنه  دمقامي ټيکه دار نور عالم محسود په وادۀ کښې  دوادۀ په دستوره کښې ترسره شوې ده ،  دچاؤدنې دځائے نه دخودکش حمله کوونکي سر ترلاسه شوے دے، ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي. ژوبل شوي کسان دملک نور حسن محسود دکزن مصباح دوادۀ دستورې له راغلي وو چې پکښې  زياتره  دډي ائي خان دقريشي موړ اوسيدونکي دي. دډيره اسماعيل خان دپوليس ترجمان ذوالقرنين ترمخه دچاؤدنې دځائے نه دخودکش سر ترلاسه شوے دے. دريسکيو١١٢٢ ترجمان بلال احمد فيضې دمړو او ژوبل شوو کسانو دشمير تصديق کړے دے. امدادي کارروايۍ روانې دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي