ډي ائي خان اؤ ملاکنډ کښې دډزو پېښې، دزنانه پشمول دوه مړۀ

Jan 17, 2026 - 21:58
 0  3
ډي ائي خان اؤ ملاکنډ کښې دډزو پېښې، دزنانه پشمول دوه مړۀ

ډي ائي خان، ملاکنډ( وحدت خبر) په ډيره اسماعيل خان اؤ ملاکنډ کښې دډزو په مختلفو پېښو کښې ديوې زنانه پشمول دوه کسان مړۀ شويدي، دذريعو وينا ده چې  په ډي ائي خان کښې  دډزو پېښه بندکورائي سيمه کښې شوې ده چرته چې نامعلومو کسانو ډزې کړي اؤ يو تن ئې وژلے دے، پوليس موقعې ته رسيدلي اؤ لاش ئې هسپتال ته منتقل کړے دے. بل لوري ته دملاکنډ پخواني سخا کوټ کښې دکور دننه زنانه قتل کړے شوې ده، دليويز ذريعو وينا ده چې   دمقتولې زنانه مړے درګۍ هسپتال ته منتقل کړے شوے دے،  ليويز تاڼه سخاکوټ مقدمه درج کړې اؤ تفتيش ئې شروع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي