بنو کښې دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله، پينځه اهلکار ژوبل

Dec 12, 2025 - 18:02
 0  1
بنو کښې دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله، پينځه اهلکار ژوبل

بنو( وحدت خپر) بنو کښې دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله کړز ده چز بکښز   پينځه اهلکار ژوبل شو شويدي، دپوليسو لخوا په دې اړه جاري شوي بيان ترمخه   دبنو دهويد تاڼې حدودو چوکۍ شيخ لنډک باندې دفتنه الخوارجو ترهه ګرو  دشپې ناوخته بزدلانه حمله کړې ده، دپوليس ځوانانو په بهادرۍ سره جوابي کارروائي کړې اؤ دترهه ګرو حمله ئې پشا تمبولې ده، ترهه ګرو ته ددرنې مرګ ژوبلې اوښتو اؤ دګڼو ترهه ګرو دوژل کيدو اطلاعات دي،دجوابي کارروايۍ په دوران پينځه پوليس اهلکار معمولي ژوبل شوي چې په فوري توه هسپتال ته منتقل کړے شويدي اؤ هلته ئې بهترين علاج روان دے. ډي ائي جي بنو، سجاد خان په خصوصي هدايت ډي پي او بنو ياسر افريدي په قيادت کښې اضافي نفري فوري موقعې ته رسيدلې ، علاقه ئې په ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شرونع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي