څوکنو کښې د پوليسو او د غلو تر منځ نښته، څلور ملزمان ووژل شول
پېښور( وحدت خبر) تيره ورځ سحر وختي، د څوکنو پوليسو په علاقه کښې د پوليسو او د غلو او شوکمارو د يوې خطرناکې ډلې تر منځ د ډزو تبادله شوې ده، دکيپټل سټي پوليس لخوا جاري شوي بيان ترمخه په دې نښته کښې هغه څلور غله ووژل شول چې له شلو کالو راهيسې د پېښور بېلابېلو تاڼو، راولپنډۍ، نوښار او نورو ضلعو پوليسو ته په سخت ډول مطلوب وو. دغه غلو د پوليسو او ايفسي په يونيفورم کښې د ډاکې پېښې ترسره کولې. د وژل شوو کسانو پېژندګلوي داسې ده: ۱. عبدالغفور ولد اختر محمد مشهور په غفور، ۲. شاه پور ولد شاه مېر، ۳. جاوېد ولد محمد جمال، د افغانستان اوسېدونکے، ۴. سميعالله ولد محمد، د بيرون ګنج اوسېدونکے. دغه څلور کسيزه ډلې څو ورځې وړاندې په علاقه «جګړه» کښې د ايفسي يونيفورم اغوستے و او ځانونه يې حکومتي مامورين معرفي کړي وو، او د يو ډاکټر له کوره يې د کروړونو روپو نغدې پيسې او سرۀ زر لوټ کړي وو. په دې اړه د څوکنو په تاڼه کښې ۲۱۲۰، د نېټې ۱۹ـ۹ـ۲۰۲۵، د جرم ۳۹۵ او ۴۵۷ لاندې مقدمه درج شوې وه. دغه همدغه ګروپ د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۶مه نېټه د ترناب فارم په سيمه کښې هم د فواد احمد په کور حمله کړې وه او نغدې پيسې او د سرۀ زر ئې لوټې کړې وې. په دې اړه هم د څوکنو په تاڼه کښې د مقدمه نمبر ۱۸۷۳، د نېټې ۲۶ـ۸ـ۲۰۲۵، د جرم ۳۹۲ او ۴۵۷ لاندې مقدمه درج شوې وه. له وژل شوو کسانو څخه يو کلاشنکوف، يوه د .۲۲۳ بور رائفل، دوه ۳۰ بور پستولونه، يوه زينه او دوه موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0