کوئټه، دايف سي په هيډکوارټر خودکش حمله،10 مړۀ
د ايف سي هيډکوارټر باندې ځانمرګي بريد کښې 10 اولسي وګړي شهيدان شوي او تر 30 زيات ټپيان شوي دي، پداسې حال کښې چې د ځانمرګي بريدګر په ګډون 6 ترهګر هم وژل شوي دي
د د بلوچستان پۀ کوئټه کښې، د ماډل ټاون په سيمه کښې، د خوجک سړک باندې د ايف سي هيډکوارټر مرکزي دروازې مخې ته ځانمرګي بريد شوے، چې له شدت سره ئې نزدې ودانيو ښيښې ماتې شوې او موټرو ته درانه زيانونه اوښتي دي. په بريد کښې 10 اولسي وګړي شهيدان شوي، او تر 30 زيات کسان ژوبل شوي، چې پکې 2 امنيتي سرتيري او 4ښځې هم شاملې دي.
امنيتي ځواکونو سمدلاسه عمليات کړي او د بريدګرو هڅه ئې ناکامه کړې. د چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اوريدل شوي، چې له امله ئې په سيمه کښې ويره ترهه خپره شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0