لکي مروت،داټامک انرجۍ دتښتول شوو اهلکارو نوې ويډيو جاري،دخوشې کيدو غوښتنه
لکي مروت نه داټامک انرجۍ دتښتول شوو اهلکارو نوې ويډيو جاري کړے شوې ده.
ويډيو کښې تښتول شوو اهلکارو حکومت نه درهايۍ لپاره داقداماتو غوښتنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دشپږو مياشتو تيريدو باوجود تراوسه دطالبانو غوښتنې پوره نۀ کړے شوې.
تښتول شوي يو اهلکار حافظ بشير احد په ويډيو کښې غوښتنه کړې ده چې زمونږ رهايۍ لپاره دې حکومت ددوي غوښتنې پوره کړي.
ترهه ګرو په جنورۍ ٢٠٢٥م کښې داټامک انرجۍ ١٧ ملازمين تښتولي وو ، په دوي کښې وروسته يو پحق رسيدلے، اتۀ بازياب کړے شوي اؤ درې خوشې کړے شوي وو.
پينځه تښتول شوي ملازمان دطالبانو په قيد کښې دي، يو قيدي احسان الله تيره ورځ طالبانو وارثانو ته حواله کړے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0