د حکومت په مرسته په کوهاټ کې د 20 کسانو ډله ييز وادنو مراسم ترسره شول

کوهاټ ( نعمت الله خان )
د صوبايي حکومت په مرسته په کوهاټ کې د شلو بې وزلو کسانو په ډله ييزه توګه د وادونو مراسم ترسره شول.
د خيبر پښتنونخوا کې واکمن تحريک انصاف ګوند مشر وزير علي امين ګنډاپور د امر له مخې په کوهاټ کې د زکات او عشر محمکې له خوا د وادونو په يوه شخصي تالار کې ياد مراسم تابيا کړل شوي وو۔
په اړه يې په کوهاټ کې د زکات او عشر محکمې يو مشر نعيم الله بنګښ و حدت نيوز ته وويل، د تحريک انصاف ګوند بنسټګر او پخوانی وزير اعظم عمران خان فکر په رڼا کې داسې ډول مرسته له غريبانو سره کېږي، کوم چې توان نه لري چې واده کولو مصارف پخپله وګالي د دغه اقدام له لارې داسې بېوزلو سره په وادونو کولو کې د صوبايي حکومت لخوا مرسته ترسره کېږي او ټول مصارف يې د زکات او عشر محمکه پر غاړه اخلي.
د دغو ډله ييزو وادونو مراسمو په اړه د تحريک انصاف ګونډ د صوبې اطلاعاتو مرستيال سېکتر ارشد خټک زياته کړه، داسې ډول مرستو سره به په ټولنه کې د بېوزلو خلکو ډاد ګېرنه کېدل شي او دا يو ښه اقدام دی چې د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډا پور لخوا پورته شوی.
دغه راز واده کړل شويو کسانو هم خوښي څرګنده کړه او د حکومت لخوا يې دغه ګام ستاينه وکړه.
What's Your Reaction?






