دپاکستان اؤ ټرمپ حکومت سيوا شوي نزدېوالي دهند تشويش کښې اضافه کړې،فنانشل ټائمز

Aug 12, 2025 - 15:37
 0  0
دپاکستان اؤ ټرمپ حکومت سيوا شوي نزدېوالي  دهند تشويش کښې اضافه کړې،فنانشل ټائمز

عالمي شهرت يافته برطانوي اخبار فنانشل ټائمز   ترمخه دپاکستان اؤ امريکې ترمينځ په تعلقاتو کښې غيرمتوقعې بهتري راغلې ده چې هند ئې سخت پريشانه کړے دے. دا پرمختګ دامريکائي صدر ډونلډ ټرمپ حکومت اؤ پاکستان ترمينځ داوسنيو سفارتي رابطو په نتيجه کښې مخې ته راغلے دے. درپورټ ترمخه فيلډ مارشل  عاصم منير  سږکال په ګرمۍ کښې دوه ځله دامريکې په اعلى کچه دورېکړيدي، وروستۍ دوره دفلوريډا وه چرته چې هغه دامريکائي سنټرل کمانډر  مشر جنرل مائيکل کوريلا دريټائرمنټ په دستوره کشې شرکت کړے دے. ددې نه وړاندې په جون کښې فيلډمارشل عاصم منير دصدر ټرمپ سره  دوه ګينټو پورې  دغرمې ميلمستيا کښې ګډون کړےؤ اؤ دغسې  دپاکستان اؤ هند ترمينځ په څو لسيزو کښې ترټولو دخونړۍ نښتې نه صرف يوه مياشت پس شوي وو. دا ملاقات ځکه اهم ګڼل کيږي چې  په ماضي کښې ډونلډ ټرمپ  په پاکستان پرانستے تنقيد کړے ؤ خو اوس منظرنامه بيخي بدله شوېده. دايشيا پيسفک فاؤنډيشن سينئر تجزيه کار مائيکل کوګل مين فنانشل ټائمز سره په خبرو کښې وئيلي  دامريکې اؤ پاکستان ترمينځ په تعلقاتو کښې  دا پرمختګ حيرانونکے دے، زۀ به دې ته يو غيرمتوقعې دوباره اغاز يا نوے دور ووايم، پاکستان ددې غيرروايتي صدر سره  دتعلقاتو دغزولو فن ښۀ زده کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي