پاکستان حکومت د افغان خبريالانو لپاره د ويزو تمديدول ځنډولي او يوه افغانه خبرياله نيول شوې
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د بيان ازادۍ او خبريالانو حقوقو لپاره کارکونکي نادولتي سازمان ( فريدم نېټ ورک) په خپل يو بيان کې ويلی، زهرا د جولای پر ۱۴مه نېټه هغه مهال د پوليسو له خوا ونيول شوه کله چې دې غوښتل په پاکستان کې د اوسېدو لپاره خپله وېزه تمديد کړي چې اړونده ادارې د دغې وېزه تمديد نه کړه او د اسلام اباد پوليسو ونيوله.
دغه سازمان زياتوي، چې د پاکستان حکومت د افغان خبريالانو لپاره د ويزې تمديدول ځنډولي او افغان خبريالان د پوليسو لخوا د نيول له ګواښ سره مخ دي.
ويل کېږي، اغلې زهرا د افغان بلخ ولايت اوسېدونکې ده خپلې زدکړې يې په مسلکي توګه په ژورنالېزم کې کړې دي.
د سرچينو له مخې اغلې پاکستان ته له خپلې کورنۍ سره کډواله شوې او د درېيم هېواد کې د پناه غوښتنې لپاره پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته ده.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې طالبان بياځلي په واک کې راتلو نه پس په ګڼ شمېر کې افغان خبريالان پاکستان ته راغلي او دغلته د خوندي او پرمختللي هېواد سفارتونه کې خپلې دوسيې ثبت کړې دي.
دغه افغان خبريالان غواړي، چې دوی ته د درېيم هېواد کې د بياځلي استوګنې لپاره پناه ورکړل شي ځکه چې په هېواد يې پر رسنيو باندې بشپړ بندېز لګېدلی.
افغان خبريالان نشي کولای، په افغانستان کې خبريالي وکړي او ډېری شمېر کې دغه خبريالان د ژوند له جدي ګواښ سره مخ دي.
اوسمهال دغه افغان خبريالانو ته په پاکستان حکومت لخوا د ويزو تمديدول ودرول شوي او په دغه وروستيو کې ځينې خبريالان د پوليسو لخوا نيول شوي هم دي.
په پاکستان د بيان ازادۍ او خبريالانو د حقوقو سازمان ( فريده نېټ ورک ) په خپلو بيانونو کې په تکراري توګه له پاکستان دولت څخه غوښتنه کړې ده چې افغان خبريالانو سره دې نرمي وکړای شي او د دوی خونديتوب لپاره د حکومت خپل کوټلي ګامونه پورته کړي ځکه چې دغه خبريالان درېيم هېواد کې د بياځلي استوګنې په موخه پاکستان ته راغلي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0