نوښار، دډينګي له امله پينځه کلن ماشوم پحق ورسيدو
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار ضلعي انتظاميې اؤ صحت محکمې دمبېنه نااهلۍ په سبب په ټوله ضلع کښې دډينګي وائرس خطرناک صورتحال اختيار کړےدے، په نوښار کښې پينځه کلن سيد محمد موسي نومې ماشومدډينګي وائرس په وجه پحق رسيدلے دےو په نوښار کښې دډينګي په وجه دمړو شوو مريضانو شمير پينځووته رسيدلے دے، دصحت حکمې سره دډينګي مکمل شميره نشته. دذريعو وينا ده چې نوښار کښې دډينګي مريضانو شمير په زرګونو کښې دے. دکينټونمنټ بورډ پشمول ټي ايماے د ډينګي حفاظتي سپرے اؤ فوګ اسپرے کولو کښې ناکامه راغلي دي. داکبر پوره دمحکمه سيدان اوسيدونکي سيد عارف شاه ترمخه دهغه پينځه کلن زوې سيدمحمد موسي ته دريوو ورځو کښې تبه وشوه، ټيسټ کښې دډينګي تشخيص وشو، دنوښار نه پېښورته دعلاج لپاره لاړل خو سيد محمد موسي پحق ورسيدو، اکبرپوره کښې ډينګي خوره شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0