کرمه کښې دبې درکه شوي يو تن مړے برامد

Dec 16, 2025 - 15:26
 0  1
کرمه کښې دبې درکه شوي يو تن مړے برامد

کرمه( وحدت خبر) دکرمې ضلعې مرکزي ښار پاړا چنار کښې مالي خيل اؤ بوشهره کليترمينځ دسيند په غاړه ددووورځو راهسې دبې درکه تن مړے ترلاسه شوےدے. په دې حواله دپوليس ذريعو وينا ده چې دمقتول ګل مرجان عرف کاکي تعلق مالي خيل کلي سره دے،دتيرو څو ورځو راهسې دبوشهره کلي نه دبې درکه شوي رياض خان نومې تن مړے تردې مهاله بې درکه دے. دذريعو وينا ده چې  پوليسو درياض خان دبې درکه کيدو وروسته ګڼ کسان په تفتيش کښې شامل کړيدي، ددې پېښو نه پس    دسيکورټي وجوهاتو له امله ټل، پاړا چنار روډ دهرقسمه ټريفک لپاره بند کړےشوے ډے. دتيرو دريوو ورځو راهسې دروډ بنديدو په وجه دعلاقې خلقو ته په تګ راتګ کښې سخت مشکلات پيښ دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي