سوات کښې ګاډے بس سره ټکر شو،درې مړۀ

Jun 25, 2025 - 11:33
Jun 25, 2025 - 11:34
 0  1
سوات کښې ګاډے بس سره ټکر شو،درې مړۀ

دسوات علاقې ګوګدره کښې  کښې ګاډے بس سره ټکر شو شوے دے چې له امله ئې درې  تنه  مړۀ شوي اؤ ګڼ  نور ژوبل شويدي

 ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره دسيدو شريف هسپال ته رسول شويدي، دمړو شوو کسانو تعلق دبونير ضلعې سره دے. 

حادثه په ګودره جي ټي روډ دماشومې بچ کولو په دوران شوې ده. دپېښې په نتيجه کښې په موټر کښې ناستې سورلۍ ياسر ولد ميردوالله دچناړ سواړۍ بونير اوسيدونکے، لطاقت الرحمان ولد بادشاه ګل دديوانه بابا اوسيدونکے اؤ فدا ممد دديوانه بابا بونير اوسيدونکے په موقعه مړۀ شويدي، پېښه کښې خليل زاده سخت ژوبل شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي