په ايران داسرائيلو لويه حمله، دوسله والو فوجونو اؤ پاسداران انقلاب مشران اؤ شپږ جوهري سائنسدانان شهيدان

داسرائيلو لخوا تيره شپه په ايران شوې حمله کښې دايران دوسله والو فوجونو مشر ميجر جنرل محمد باقري اؤ دايراني پاسداران انقلاب مشر جنرل حسين سلامي، اؤ شپږ جوهري سائنسدانان شهيدان شويدي. اسرائيلو په دې حمله کښې دايران دجوهري عسکري مرکزونو په نخښه کولو دعوه کړې ده.
د مبصرينو وينا ده اسرائيلو په ايران دترهه ګرې حملې کولو دلارې په سيمه کښې يو لوئې جنګ اؤ په ارادي توګه تاؤتريخوالي سيوا کولو ته بلنه ورکړې ده.
دايراني ميډيا ترمه داسرائيلو په حملو کښې دزنانه ؤ اؤ ماشومانو پشمول پينځه اولسي وګړي شهيدان شوي اؤ ٢٠ ژوبل شويدي.
دحملې نه پس دايران سپريم ليډر علي خامنه اي خبردارے ورکړے چې اسرائيلي حکومت په ايران دشپې په وخت شوو حملو سره خپل تريخ اؤ تکليف ورکوونکے تقدير رقم کړے دے.
دنړيوالې خبري ادارې رائټرز ترمخه اسرائيلو وئيلي دي چې دوي دجمعې په ورځ دايران جوهري تنصيبات،د بيلسټک ميزائيلونو فيکټرۍ اؤ عسکري کمانډران په نخښه کړيدي اؤ خبردارے ئې ورکړے دے چې دا ديو اوږد اپريشن اغاز دے چې مقصد ئې تهران دايټمي وسلو جوړولو نه منعې کول دي.
اسرائيل په سيمه کښې دتيرو څو کلونو راهسې په سيمه کښې ديو شمير اسلامي ملکونو خلاف کارروايۍ کړيدي چې پکښې دفلسطين ترڅنګ لبنان،يمن اؤ شام اؤ ايران شامل دي.
اسرائيلو له دې وړاندې په سمندر کښې دايراني تيلو اؤ وسلو وړونکې بيړې هم په نخښه کړيدي. په نومبر کال ٢٠٢٠م کښې اسرائيلو دايران جوهري سائنسدان محسن فخري زادے ديو ريموټ کنټرول مشين ګن دلارې شهيد کړے ؤ.
په وړومبي اپريل ٢٠٢٤م کښې اسرائيلو دشام په دمشق کښې دايران په سفارتخانه فضائي حمله کړې چې پکښې دايران دپاسداران انقلاب د اتوو افسرانو پشمول شپاړس کسان شهيدان شوي وو.
همدغه شان په دغه کال کښې دجولائي په مياشت کښې دحماس مشر اسماعيل هنيه هم په تهران کښې داسرائيلو په يوه حمله کښې شهيد کړے شوے ؤ.
داکتوبر په مياشت کښې ايران په اسرائيلو په ١٨٠ بيلسټک ميزائيلونو سره حمله کړې وه.
امريکا کۀ هر څو داسرائيلو لخوا په ايران شوې وروستۍ حمله کښې دلاس لرنې نه انکار کړے خو امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ منلې چې هغه ته داسرائيلو ددې حملو علم ؤ. ددې حملو نه څو ورځې وړاندې دامريکې صدر اؤ داسرائيلو وزيراعظم يوه ټيليفوني رابطه هم کړې وه چې پکښې دايران په جوهري پروګرام خبرې شوې وې
What's Your Reaction?






