لکي مروت کښې پوليس اهلکار په ډزو شهيد
لکي مروت( وحدت خبر) لکي مروت کښې پوليس اهلکار په ډزو شهيد کړے شوے دے، وسله والو کسانو دمقتول کور هم سوزولے دے ، دپوليسو ترمخه پېښه دسرائے نورنګ کلي نصير خيل کښې شوې ده چرته چې نامعلوم وسله وال دشپې ناوخته دپوليس کانسټيبل دستګير کور ته داخل شوي دي او هغه ئې دخپلې کورنۍ مخې ته شهيد کړے دے. وسله والو کسانو دکانسټيبل کور ته اور هم اچولے چې ورسره په کور کښې موجود سامان ته نقصان رسيدلے دے. دپېښې وروستته سيمې ته پوليس رسيدلي، په پېښه سيمه کښې سخت غم او غصه محسوسيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0