خېبرپښتونخوا کښې دافغان مهاجرينو ټول ٢٨ کيمپونه بند

Oct 17, 2025 - 10:47
 0  8
خېبرپښتونخوا کښې دافغان مهاجرينو ټول ٢٨ کيمپونه بند

 خېبرپښتونخوا کښې دافغان مهاجرينو ټول ٢٨ کيمپونه بند کړے شويدي اؤ  زمکه ئې صوبائي حکومت ته حواله کړے شوې ده، دميډيا رپورټ ترمخه  په خېبرپښتونخوا کښې دموجودو ټولو افغان مهاجرينو دټولو کيمپونو ختمولو فيصله شوې ده، دسيفران وزارت لخوا دافغان مهارينو  دکيمپونو ختمولو باقاعده اعلاميه جاري کړے شوې ده،  داعلاميې ترمخه  دسيفران وزارت  داخري اتۀ ويشتو افغان مهاجرينو  دکيمپونو ختمولو وينا کړې ده،  پېښور کښې ٨، نوښار کښې درې، هنګو کښې ٥ اؤ په کوهاټ کښې څلور کيمپونه ختم کړے شول، په مردان اؤ صوابۍ کښې دوه، دوه، بونير کښې يو اؤ په دير کښې درې  دمهاجرو کيمپونه تړل شويدي. افغان  کمشنريټ ته دکيمپونو دزمکې  صوبائي حکومت ته دحواله کولو هدايت شوے دے دا اقدام دافغان مهاجرينو  دواپسۍ په سلسله کښې دحکومت پاليسۍ لاندې شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي