دخېبرپښتونخوا حکومت سره مسلسل بې انصافي روانه ده،سهيل افريدے

Mar 26, 2026 - 22:57
 0  10
دخېبرپښتونخوا حکومت  سره مسلسل بې انصافي روانه ده،سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  په اسلام اباد کښې يو اهم پريس کانفرنس ته په  وينا کښې  دوفاقي حکومت له لوري درابلل شوي اجلاس په منسوخ کيدو دتشويش اظهار کړے دے.  وزيراعلى ووئيل چې داين ايف سي ايوارډ په معامله دخېبرپښتونخوا حکومت  سله مسلسل ناانصافي روانه ده، دۀ ووئيل چې د٢٥م ائيني ترميم نه پس دقبائيلي ضلعو په صوبه کښې دانضمام باوجود ددې حصه په اين ايف سي کښې نۀ ده شامل کړے شوې، چې غيرائيني دي، دۀ ووئيل چې تيرو اتوو کلونو کښې تقريباً ٩٦٤ اربه روپۍ چې دخېبرپښتونخوا اؤ قبائيلي ضلعو حق ؤ، نورو صوبو ته منتقل کړے شويدي. دۀ ووئيل پنجاب ته 567٫9 اربه روپۍ، سندهـ ته 278٫1 اربۀ روپۍ اؤ بلوچستان ته 118٫1 اربه روپۍ ورکړے شويدي کوم چې دخېبرپښتونخوا اؤ قبائيلي ضلعو حق ؤ  هغه ووئيل چې دا اجلاس  دقومي اؤ علافائي بحران دصورتحال په تناظر کښې طلب کړے شوے ؤ خو بغير دوجوهاتو ښودلو منسوخ کړے شوے دے چې  داشتراک عمل په سلسله کښې دوفاقي حکومت غيرسنجيدګي څرګندوي، دۀ واضحه کړې ده چې دسختو سياسي اختلافاتو اؤ تيرو دريوو کلونو نه دپي ټي ائي خلاف دجراي سياسي انتقام باوجود  پاکستان تحريک انصاف اؤ دخېبرپښتونخوا  صوبائي حکومت په قومي مفاد کښې په دې اجلاس کښې دشرکت فيصله کړې وه. دۀ ووئيل چې  دپخواني وزيراعظم، دهغه دميرمنې بشرى بي بي، دهغه دکورنۍ، پارټۍ قيادت اؤ کارکنانو سره چې کوم سلوک روان دے، ددې په سياسي تاريخ کښې مثال نشته، خو ددې باوجود هم مو هم پاکستان اؤ دعوامو مفاد ته ترجيح ورکړې اؤ په اجلاس کښې دشرکت فيصله مو کړې وه. وزيراعلى ووئيل چې موجوده علاقائي صورتحال خصوصاً  دايران، اسرائيل اؤ امريکې ترمينځ  دتاؤتريخوالي اثرات په پاکستان مرتب کيږي خو ددې باوجود هم وزيراعظم  دقوم په اعتماد کښې اخستو يا پارليمان ته درجوع کولو  زحمت ونۀ کړو، دۀ ووئيل چې اهمې فيصلې په بندو کوټو کښې روانې دياؤ  عوام ددې نه په مکمله توګه لاعلمه ساتل کيږي، دۀ واضحه کړه چې  دقومي فيصلو اثرات تر يو خاندان يا ادارې پورې محدود نۀ وي بلکې په ټول ملک، ټولو ادارو اؤ هر وګړي پريوځي نو ځکه ضروري ده چې قوم په اعتماد کښې واخستل شي، دۀ ووئيل چې  دپاکستان عوامو عمران خان ته واضحه مينډيټ ورکړے دے خو  نۀ خو هغه اؤ نۀ هم هم دهغه جماعت په کومه فيصله کښې شاملولے شي  چې يو غيرجمهوري طرز عمل دے. وزيراعلى  دايران اؤ اسرائيل دجنګ په تناظر کښې  دممکنه پحران مخنيوي لپاره دوفاقي حکومت  پۀ کفايت شعارۍ  دمبني اقداماتو حواله ورکړې اؤ وئيلي ئې دي چې  صوبائي حکومت دوړاندې نه  په کفايت شعارۍ عمل درامد کوي، دۀ ووئيل چې دکورونا په دوران سرکاري عهديدارانو اؤ وزيرانو لپاره په پيټرولو کښې کټوتي شوې وه چې تر ننه برقراره ده.  اوس اوس  نوره پينځه ويشت فيصده کټوتي شوې ده، همدغه شان سرکاري افسرانو ته هدايت شوے دے چې ان لا ئن دې په اجلاسونو کښې شرکت وکړي چې دغه شان دتيلو اؤ قومي وسائيلو بچت شوي، دۀ ووئيل چې دنوو ګاډو په خريدارۍ  پابندي ده اؤ دبهر ملک دورو لپاره سخت قواعد نافذ دي اؤ صرف  دکابينې منظورۍ سره  اجازت ورکول کيږي. دۀ ووئيل يو اړخ ته صوبائي حکومت دعوامي وسائيلو دتحفر لپاره اقدامات کوي اؤ بل اړخ ته وفاقي حکومت تيرو اوو مياشتو کښې پينځه اربو ډالرو نه زياته قرضه اخستې ده اؤ ددې باوجود هم  ددولس اربه روپو   لګژري طيارې اخستل شويدي  اؤ د٧٠ زرو ډالرو دمياشتې په تنخاګانو پائيلټان هم بهرتي کړے شويدي  چې حکومتي غيرسنجيدګي څرګندوي. وزيراعلى ووئيل چې دملک معيشت دسخت زوال ښکار دے.، دۀ ووئيل چې  درجيم چينج دلاې دحکومت دبدلون نه وړاندې دپاکستان دجي ډي پي شرح شپږ اعشاريه يو يصد وه چې اوس درې فيصده نه هم کمه شوې ده. صنعتي ترقي منفي روانه ده، ټيکسټائل صنعت بنديږي، تجارتي خسارې ٢٠ اربو ډالرو نه هم تجاوز کړے دے، برامداتو کښې کمے راغلے،  ځوانان دروزګار دنيشتوالي په وجه په ملک پريښودو مجبور دي، زرعي څانګه هم دبحران ښکار ده اؤ  کرونده ګر هم دمشکلاتو ښکار دي. خو ددې باوجود هم حکومت دخپلو شاه خرچو کمولو ته تيار نۀ دے اؤ ټول بوج په عوامو اچوي…

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي