پينډۍ،په موټروے بس کندې ته لوئيدلے،5 مړه
راولپينډۍ: په موټروے ايم ټو چکري انټرچينج سره ندې دنجي کمپنۍ دمسافرو بس دحادثې ښکار شوے اؤ ژورې کندې ته پريوتے دے چې له امله ئې پينځه کسان پحق رسيدلي دي.
داطلاع په ترلاسه کيدو موټروے پوليس اؤ دريسکيو ټيم موقعې ته رسيدلي او ژوبل شوي کسان ئې هسپتال ته منتقل کړيدي.
دميډيا رپورټ ترمخه دنجي کمپنۍ بس دراولپينډۍ نه ملتان ته روان ؤ، په روډ دښوئيدو په وجه دډرائيور نه بس بې قابو شوے اؤ دحادثې ښکار شوےدے.
دموټروے پوليسو ترمخه په دې پېښه کښې ٤١ کسان ژوبل شوي هم دي چې پکښې ٢٢ ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال چکوال، ٨ پمز او ٦ ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال راولپينډۍ ته وړل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0