د اپوزيشن اتحاد دمطالبو پوره کيدو پورې دپارليمنټ هاؤس ددهرنې جاري ساتلو اعلان

Feb 17, 2026 - 01:16
 0  2
د اپوزيشن اتحاد دمطالبو پوره کيدو پورې  دپارليمنټ هاؤس ددهرنې جاري ساتلو اعلان

اسلام اباد( وحدت خبر)  اپوزيشن اتحاد( تحريک تحفظ ائين پاکستان) دمطالبو پوره کيدو پورې  دپارليمنټ هاؤس ددهرنې جاري ساتلو اعلان کړے دے. داپوزيشن اتحاد داجلاس نه پس دتحريک انصاف رهنما اسد قيصر په پارليمنټ هاړس کښې  دخبرو په دوران ووئيل چې زمونږ  مشاورت روان دے چې راتلونکے لائحه عمل به څه وي، دۀ ووئيل چې  مونږ دمطالبو پوره کيدو پورې ددهرنې جاري ساتلو فيصله کړې ده، زمونږ مطالبه ده چې  دپي ټي ائي  باني ذاتي ډاکټرانو ته دې هغه سره دليدو اجازت ورکړے شي. دۀ ووئيل چې  دپارټۍ مشرانو اؤ کورنۍ ته دې دپي ټي ائي باني سره دليدو اجازت ورکړے شي، داپوزيشن اتحاد دفيصلې نه پس  دپارليمنټ نه بهر بيا دهرنا شروع کړې ده چې پکښې پارليمنټيرينز په مرککزي دروازه نعره بازي کړې ده. ددې نه وړاندې  مشاورتي اجلاس کښې اراکينو په سوشل ميډيا دپروپيګنډه مهم اؤ پي ټي ائي دباني دخويندو لخوا په راپورته کړے شوو پوښتنو دسختو تحفظاتو اظهار کړے دے. اراکينو غوښتنه کړې ده چې  وړومبے دې ددې خبرې تعين وکړے شي چې  پارټي به عليمه خان، دپي ټي ائي  دباني  کورنۍ چلوي او کۀ سياسي کميټي؟ جنيد اکبر، شهريار افريدي اؤ نورو ووئيل مونږ د دريوو ورځو راهسې په دهرنا ناست يو خو ددې باوجود هم په سوشل ميډيا زمونږ خلاف مهم اؤ بيان بازي روانه ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي