ډي ائي خان کښې ټريفکي پېښه، ديوې کورنۍ ٥ تنه مړۀ

May 13, 2025 - 19:32
 0  3
ډي ائي خان کښې ټريفکي پېښه، ديوې کورنۍ ٥ تنه مړۀ
Rescue1122 DI Khan

دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان  ضلع کښې يو تيزرفتاره ډمپر اؤ ګاډے جنګيدلي دي چې له امله ئې ديوې کورنۍ پينځه کسان  مړۀ شويدي. دريسکيو ذريعو وينا ده چې دا افسوسناکه ټريفکي پېښه په ډيره اسماعيل خان کښې په ډيره ژوب شاهراه مخې ته راغلې ده.

 دذريعو وينا ده چې دمړو شوو کسانو پيژندګلو دحاجي محبوب ګل، حاصل شيخ، حاجي يار محمد او نازو شيخ په نومونو سره شوې ده، په مړو شوو کښې دحاجي محبوب ګل لمسے هم شامل دے.

 دريسکيو اهلکار فوري موقعې ته رسيدلي اؤ لاشونه ئې هسپتال ته منتقل کړيدي، دمړو شوو کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره دے.

 دحادثې په اطلاع ترلاسه کيدو   پوليس اؤ دريسکيو اهلکار موقعې ته رسيدلي، پوليسو دپېښې تحقيقات شروع کړيدي.

دعيني شاهدينو وينا ده چې پېښه دډمپر دتيزرفتارۍ په وجه شوې ده اؤ ډرائيور ئې تښتيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي