نوښار کښې دغيرت په نوم زنانه قتل

May 11, 2025 - 19:15
 0  18
نوښار کښې دغيرت په نوم زنانه قتل

نوښار( وحدت خبريال) دنوښار په پبو علاقه کښې دغيرت په نوم يو ليور پهډزو سره خپله ورندار وژلې ده، په ډزو دهغه  دوه ځوانان وريرې هم ژوبل شويدي.

 دپوليسو ترمخه  پېښه دافغان مهاجرو په کورنۍ کښې شوې ده. ملزم ليور شک لرلو چې ورندار ئې دهغه  ورور جاويد بې درکه کړے اؤ پخپله دخپلو لوڼو سره اوسيږي. دپوليسو ترمخه دوژل شوې زنانه پيژندګلو دګلالۍ په نوم سره شوې ده.

 په ژوبل شوو کښې دګلالۍ دوه ځوانې لوڼه   اتلس کلنه مقدس اؤ شپاړس کلنه بازو شامل دي. دپوليسو وينا ده چې  جاويد دډيرې مودې راهسې بې درکه دے.

  دملزم شک ؤ چې دجاويد په غائبيدو کښې ګلالۍ شريکه وه. مقتوله او ژوبل شوې  زنانه  راشدميموريل هسپتال ته منتقل کړے شويدي، دپوسټ مارټم نه پس  لاش وارثانو ته سپارل شوے دے.

دپوليسو دپېښې مقدمه درج کړې  اؤ ملزم په تېښته کښې کامياب شوے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي