دپاک وهند پوځي ټکر خطره، صورتحال دقابو نه بهر کيدے شي،انتونيو ګوتيريش

May 6, 2025 - 10:06
 0  0
دپاک وهند پوځي ټکر خطره، صورتحال دقابو نه بهر کيدے شي،انتونيو ګوتيريش
UN secretary-general/social media

 دملګرو ملتونو  سيکرټري جنرل انتونيو ګوتيريس   هند اوپاکستان ته دزيات نه زيات صبر دمظاهرې  کولو اپيل کړےاؤ خبردارے ئې ورکړے دے چې  په کشمير کښې  داوسنۍ خونړۍ ترهه ګرې حملې وروسته سيوا شوے تاؤتريخوالے په مکمله پوځي نښته  کښې بدليدے شي.

دملګرو ملتونو هيډکوارټر نيويارک کښې دسلامتي کونسل نه بهر صحافيانو سره په خبرو کښې انتونيو ګوتيريش  ووئيل چې  دتدواړو ملکونو تعلقات دڅو کلونو ترټولو په لوړه کچه تاؤژن دي.

دۀ په ٢٢م اپريل دمقبوضه کشمير علاقې  پهلګام کښې ددهشت ګردۍ دحملې سخته غندنه وکړه او وې وئيل چې په دې کښې ٢٦ بې ګناه وګړي مړۀ اؤ ګڼ ژوبل شوي وو.

دۀ په دې خبره زور راوړو چې  دعامو وګړو په نخښه کول  ناقابل قبول دي اؤ ددې حملې دذمه وارانو په شفافې اؤ قانوني طريقې سره  دانصاف په مقام ودرول ضروري دي، دا انتهائي اهم وخت دے ، دپوځي ټکر نه په هر قيمت بچ کيدل لازم دي ځکه چې  دا صورتحال په اسانۍ سره دقابو نه بهر کيدے شي.

سيکرټري جنرل ووئيل چې  دپاک وهند تاوتريخوالي راکمولواؤ سفارتي عمل ته دودې ورکولو لپاره  خپلو خدماتو پيش کولو ته تيار يو، پوځي حل هيڅ حل نۀ دے، اوس وخت دے چې دزيات نه زيات صبر نه کار واخستل شي  اؤ دجنګ دغاړې نه شاتګ وکړے شي، ملګري ملتونه دهر هاغه کوشش ملاتړ کوي چې په تاوتريخوالي کښې دکمي، سفارتکارۍ او امن لپاره دعزم په لوري مخ په وړاندې لاړ شي.

 وروسته دملګرو ملتونو  دسلامتي کونسل  اجلاس ترسره شوے چې پکښې دپاک وهند تاوتريخوالي او صورتحال جاج اخستل شوے دے، دبندې   کوټېپه غونډه کښې ١٥و غړو شرکت کړے دے چې پکښې پينځه مستقل غړي هم شامل دي.

 داجلاس وروسته په متحده قامونو کښې دپاکستان مستقل استازي عاصم افتخار  دبريفنګ ورکولو په دوران ووئيل چې دسلامتي کونسل دغړو درابطې لپاره مونږ مشکور يو، دکشمير مسئله دکشميري اولس دخواهشاتو مطابق حل کيدل پکار دي، دهند په اوسنيو اقداماتو سخت تحفظات لرو، دې اقداماتو سره دامن کوششونو ته ضربه رسيدلې، مونږ دخپل سالميت او دفاع لپاره مکمل تيار يو، مونږ دپهلګام پېښې غندنه کړې، پاکستان ددې سره تعلق نۀ لري.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي