بنو کښې په چيک پوسټ حمله، دوه ترهه ګر ووژل شول

دخېبرپښتونخوا په بنو ضلع کښې دايف سي په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله ناکامه کړے شوې ده اؤ په جوابي کارروايۍ کښې دوه ترهه ګر وژل شويدي.
دميډيا رپورټ ترمخه دبنو علاقې درې غونډيري کښې دغه پېښه شوې ده چرته چې ترهه ګرو دايف سي په چيک پوسټ ډزې کړيدي.
دايف سي اهلکارو لخوا په وخت او کوټلې جوابي کارروايۍ په نتيجه کښې دوه ترهه ګر وژل شوي او نور په تېښته کښې کامياب شويدي.
دپېښې وروسته پوليسو او دايف سي اهلکارو علاقه پخپله ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.
What's Your Reaction?






