د٢٦م ائيني ترميم خلاف يو، وزيراعلى

May 28, 2025 - 15:57
 0  1
د٢٦م ائيني ترميم خلاف يو، وزيراعلى

دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې د ٢٦م ائيني ترميم خلاف وو او ائنده به  هم يو، عدليې ته وائيو چې په انصاف دې فيصلې ورکړي.

 وفاقي دارالحکومت کښې  دهائيکورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو کښې وزيراعلي علي امين ووئيل چې  مونږ دعدليې سره ولاړ يو، تاسو مو په منصب کښينولي يئ چې دغه شان تاسو انصاف وکړئ

دۀ ووئيل  نن مونږ ته دپينځم تاريخ لپاره پيشي ترلاسه شوې ده، څنګه دا خلق دپاکستان ائين اؤ قانون سره لوبې کوي، عمران خان سره مونږ وو اؤ يو به

 وزيراعلي ووئيل چې  دپي ټي ائي دباني خلاف ټولې مقدمې دروغ دي، دقانون نه مو خپله وينځه جوړه کړې ده.

دۀ ووئيل چې  دپي ټي ائي باني  دقوم اؤ زمونږ دبچو جنګ کوي، عدليې ته درخواست دې چې انصاف وکړي اؤ زر فيصله ورکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي