عمران خان مذاکراتو لپاره تيار دے، دخېبرپښتونخوا وزيراعلي

May 23, 2025 - 00:38
 0  1
عمران خان مذاکراتو لپاره تيار دے، دخېبرپښتونخوا وزيراعلي

دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې دپي ټي ائي باني  دمذاکراتو لپاره تيار دے، زمونږ جنګ روان دے، مونږ به په هر صورت کښې خپل باني رها کوو.

 اډياله جيل   کښې عمرا خان سره دليدنې وروسته   ميډيا سره په خبرو کښې علي امين ګنډاپور ووئيل چې  دپي ټي ائي باني  داحتجاجي تحريک لپاره  ماته دوباره ذمه واري راسپارلې ده.

 دۀ ووئيل چې  کۀ  ماته دملاقات اجازه نۀ راکول کيږي نو مونږ به دائي ايم ايف دشرائطو په معاملاتو کښې دحکومت سره هرګز نۀ کښينو، دۀ ووئيل دا واحد صوبه ده چې دائي ايم ايف ټول اهداف ئٍې پوره کړي دي.

 وزيراعلي ووئيل چې  ماته  دوه مياشتې پس دملاقات کولو موقعه راکړل شوې ده حالانکې  دعدالت حکم موجود دے.

 دۀ ووئيل چې  عمران خان سره په احتجاجي تحريک او بجټ معامله خبرې شويدي، د خېبرپښتونخوا دبجټ په معامله  مې عمران خان ته حال احوال تير کړے دے، کۀ زما ليډر ماته هدايات راکوي نو زۀ به پرې  عمل درامد کووم.

 دۀ ووئيل چې  دعمران خان ښودل شوو کسانو سره ملاقات کيدل پکار دي، زمونږ تحريک به جاري وي،  عمران خان وئيلي دي کله چې تيارۀ  زياته شي نو ددې مطلب دا وي چې  سحر کيدونکے دے، دډنډې په زور رياست نۀ شي چلول کيدے.

 دۀ ووئيل مونم به زر عمران خان رها کوو، په ملک کښې  دائين سرلوړي پکار ده، دۀ ووئيل زمونږ مينډيټ غلا کړے شوے، ددې واپسي زمونږ نۀ بلکې دملک ضرورت دے.

 دۀ ووئيل دائين مطابق دې تقاقضې پوره کړے شي، دچا چې کوم کار دے، هغه دې وکړي، عمران خان چې څه خبره وکړي هم هغه  بيان دپارټۍ او زمونږ بيان دے، مونږ ددې بيان تصديق کوو او په دې دعمل درامد کولو پابند يو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي