بټخيله، د جے يو ائي درهنما مفتي کفايت الله زوې اؤ لور قتل، ميرمنه يې او پخپل سخت ژوبل
دملاکنډ علاقې بټخيله کښې دجمعيت علمائے اسلام دضلعي امير مفتي کفايت الله په کور کښې ډزې شويدي چې له امله ئې مفتي کفايتالله سخت ژوبل شوے دے اؤ ددۀ زوې اؤ لور پحق رسيدلي دي، دډزو په زد کښې راتللو له امله دهغه ميرمنه هم سخته ژوبل شوې ده. دليويز چارواکو ترمخه ډزې پخپله دمفتي کفايت الله زوې کړي دي اؤ دډزووروسته تښتيدلے دے. لاشونه اؤ ژوبل شوي کسان په فوري توګه ډي ايچ کيو هسپتال بټخيلې ته رسول شويدي. دمفتي کفايت الله حالت دخطرې نه بهر دے. پوليسو علاقه په ګيره کښې اخستې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0