داسلام اباد کچهرۍ خودکش حملې اهم سهولت کار ګرفتار

Nov 15, 2025 - 16:09
 0  1
داسلام اباد کچهرۍ  خودکش حملې اهم سهولت کار ګرفتار

اسلام اباد( وحدت خبر)   داسلام اباد کچهرۍ  خودکش حملې اهم سهولت کار ګرفتار کړے شوے دےو دذريعو وينا ده چې  ګرفتار ملزم خودکش حمله کوونکي ته سهولت فراهم کړے ؤ، انټلي جنس ادارو دکارروايۍ کولو په دوران هاغه درزي نيولے دے چې دحملې لپاره ئې پۀ  تيار کړے شوي جيکټ   کار کړے ؤ. خودکش جيکټ پېښور کښې تيار کړے شوے ؤ اؤ دې لپاره بارودي مواد هم دلته رارسول شوي وو، ګرفتار سهولت کار  جيکټ دګوړې په بوجۍ کښې پټ کړے ؤ اؤ پېښور ته ئې راوړے ؤ، دريوو ورځو پورې ئې هغه ديوې ونې لاندې پټ کړے ؤ. وروسته همدا جيکټ  څو ورځو پورې ديو ټيلر سره هم موجود ؤ، ټيلر ته معلومه وه چې دا په خودکش حمله کښې استعماليدونکے جيکټ دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي