پېښور کښې په ډزو خواجه سرا ژوبل
دپېښور دناصر باغ علاقې عسکري ٦ کښې پروګرام نه په واپسۍ يو خواجه سرا قاتلانه حمله کښې ژوبل شوے دے، ژوبل شوے خواجه سرا په تشويشناک حالت کښې هسپتال ته منتقل کړے شوے دے.
دپوليسو ترمخه تيره شپه خواجه سرا حمزه ولد لعل بادشاه دګلبهار اوسيدونکي پوليسو ته رپورټ ورکړے دے چې په ناصر باغ کښې پروګرام نه په واپسۍ وسله والو ملزمانو جلال اؤ انس دتهکالاوسيدونکو ډزې کړيدي چې په نتيجه کښې ئې هغه سخت ژوبل شوے، پوليسو مقدمه درج کړې اؤ تفتيش ئې شروع کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0