دوزيراعلي داسلام اباد لوري ته دپيش قدمۍ دهمکي

Jun 15, 2025 - 00:01
 0  0
دوزيراعلي داسلام اباد لوري ته دپيش قدمۍ دهمکي

دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين خان ګنډاپور  يوځل بيا په وسلې لرلو سره داسلام اباد لوري ته دپيش قدمۍ اعلان کړے دے. 

دپي ټي ائي پيټرن انچيف درهايۍ لپاره پېښور کښې  جلسه ترسره شوې ده چې پکښې دوزيراعلى پشمول نورو حکومتي شخصياتو ګډون کړے دے. 

جلسه په ځنډ سره شروع شوې ده او يو رهنما هم دمقامي وخت له مخې پنډال ته نۀ دے رسيدلے دکوم په وجه چې ورسک روډ باندې دټريفک صورتحال بدترين ؤ.

دوزيراعلسې جلسه ګاه ته په رسيدو اتش بازي شوې ده، جلسې ته دپي ټي ائي مشرانو وينا کړې ده اؤ دپي ټي ائي  دباني  درهايۍ غوښتنه ئې کړې ده.

جلسه ګاه کښې بجلي بغير دتعطل نه جاري وه اؤ په خواؤشا علاقو کښې لوډشيډنګ ؤ.

 وزيراعلي کارکنانو ته په وينا کښې وئيل چې  اوس کۀ چرې تاسو مونږ په ګولۍ ولۍ نو په جواب کښې به مونږ هم ګولۍ چلوو

 دۀ ووئيل چې دخېبرپښتونخوا عوام تيار دي، کۀ چرې په مونږ ګولۍ وچلول شوه نو بيا به دوي ته هم ګولۍ خوړل وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي