دافغان طالبانو فتنه الخوارجو ته پاکستان کښې په فساد خورولو خبردارے

پېښور،دافغان طالبانو لخوا فتنه الخوارجو ته پاکستان کښې په فساد خورولو خبردارے ورکړے شوے دے اؤ وئيل شويدي چې دجهاد اجازت ورکول دکوم فرد يا ډلې نۀ بلکې درياستي امير اختيار دے، پاکستان ته تګل ديني نافرماني ده، دامير دحکم خلاف پاکستان ته تګ جائز نۀ دے، بهر ملک کښې جهاد کوونکي حقيقي مجاهدين نۀ دي ، دخپلې انا اؤ يا ډلې دوابستګۍ په بنياد شوے جهاد به دشريعت مطابق فصاد ګڼلے کيږي
دسرکاري ټي وي پي ټي وي ترمخه دغه څرګندونې افغان طالب کمانډر سعيدالله سعيد دکابل پوليس هيډکوارټرز کښې پاسنګ اوټ پريډ ته په وينا کښې کړي دي، هغه په پاکستان کښې په دهشت ګردۍ کښې کړو فتنه الخوارجو ته خبردارے ورکړے دے چې دامير دحکم خلاف کوم ملک کښې جنګيدل جوائز نۀ دي
په مختلفو ګروپونو کښې شامليدو سره بهر ملک کښې جهاد کوونکي حقيقي مجاهدين نۀ دي.سعيدالله سعيد ووئيل چې ديو ځائے نه بل ځائے کښې حملې کوونکو کسانو ته مجاهد وئيل غلط دي
دۀ ووئيل چې کۀ چرې رياستي قيادت کوم ملک ته دنۀ تللو حکم ورکړے وي نو ددې باوجود تلل ديني نافرماني ده.
دۀ ووئيل چې دجهاد په نوم حمله کوونکي ډله دشريعت اؤ افغان امارت دواړو نافرمانه ده. ددفاعي ماهرينو ترمخه دا بيان دپاکستان داخلي سلامتي، بيانيه اؤ په عالمي کچه سفارتي موقف مضبوط کوي.
دۀ وئيلي چې دبهارتي پراکسيز اؤ بهارت په وينا دفتنه الخوارجو په نوم جهاد په اصل کښې دشريعت، رياست اؤ امن خلاف دهشت ګردي ده.
What's Your Reaction?






