پي ايس ايل 10: پېښور زلمي اسلام اباد يونائيټډ ته په 6و وکټو شکست ورکړو

May 3, 2025 - 00:27
May 3, 2025 - 12:02
 0  7
پي ايس ايل 10: پېښور زلمي  اسلام اباد يونائيټډ ته په 6و وکټو شکست ورکړو
Faheem Ashraf collected three wickets in his first two overs • PSL/Social media

دپاکستان سپر ليګ لسم ايډيشن په ٢٢م ميچ کې پېښور زلمي اسلام اباد يونائيټډ ته په شپږو وکټو شکست ورکړے دے.

 اسلام اباد يونائيټډ پېښور زلمي ته دګټې لپاره د١٤٤ رنز هدف ټاکلے ؤ کوم چې  پېښور زلمي  د کپتان   بابراعظم او د معاذ صداقت  دففټيانو په سبب دڅلورو وکټو په نقصان په 16٫4 اورونو کې په اسانۍ سره ترلاسه کړو.

 دهدف په تعاقب کې دپېښور زلمي اغاز ښه نه ؤ، اوپننګ بيټر مچل اوون او صائم ايوب په ترتيب سره شپږ او يو رن جوړ کړے اؤ پويلين ته رخصت شويدي، محمد حارث هم صرف دولس رنز جوړ کړيدي

 په 38 رنز ددريوو وکټو پريوتو وروسته کپتان بابراعظم او ځوان بيټر معاذ صداقت  په ذمه وارۍ او تيزرفتارۍ سره بيټنګ کړے اؤ سکور ئې 140 ته رسولي دي.

 د140 په مجموعي سکور معاذ صداقت  دنسيم شاه ښکار شو، هغه په تيزرفتارۍ سره لوبه کړې او په 33 بالونو يې 55 رنز جوړ کړيدي.

کپتان بابراعظم 53 او ميکس برائنټ 4 رنز باندې ناټ اوټ پاتې شوے دے.

 داسلام اباد يونائيټډ لخوا کائيلي ميئرز، بين ورشوس، نسيم شاه او ريلي ميريډتهـ يوه، يوه وکټه ترلاسه کړې ده.

له دې وړاندې  دلاهور قذافي اسټيډيم کې لوبول شوي ميچ کې اسلام اباد يونائيټډ کپتان شاداب خان دټاس ګټلو وروسته  دوړومبي بيټنګ فيصله کړې، صاحبزاده فرحان او کائيلي ميئرز ټيم ته د58 رنز غوره اغاز ورکړى دى.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي