امن قائم شوے خو دفوجي اپريشن تيارۍ روانې دي چې مخالفت به ئې کوو، وزيراعلى سهيل افريدے

Oct 25, 2025 - 22:10
 0  2
امن قائم شوے خو دفوجي اپريشن تيارۍ روانې دي چې مخالفت به ئې کوو، وزيراعلى سهيل افريدے

باړه( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي  وئيلي دي چې مونږ  بل اپريشن يا ډرون حمله نۀ شو زغملےو په باړه کښې امن جرګې ته په وينا کښې وزيراعلى ووئيل چې  دنائن اليون نه پس  يو اپريشن اؤ ډرون حملو قبائيلي علاقې سختې متاثره کړيدي، خو درياست لخوا دائي ډي پيز سره شوې وعدې تر ننه نۀ دي پوره کړے شوي، وزيراعلى ووئيل چې  په ٢٠١٨م کښې وئيل شوي وو چې  په قبائيلي علاقو کښې امن قائم شوے دے خو نن بيا داپريشن تيارۍ روانې دي، مونږ دا ځل دقربانۍ ګډ جوړيدو لپاره تيار نۀ يو اؤ دکوم ممکنه ملټري اپريشن مخالفت به کوو. سهيل افريدي اعلان وکړو چې دخېبرپښتونخوا حکومت دامن بحالۍ کښې دسيکورټي فورسز سره ولاړ دے خو دا ځل به کوم کوليټرل ډيميج نۀ برداشت کيږي، دۀ غوښتنه وکړه چې وفاقي حکومت دې داين ايف سي ايوارډ غونډه زر راوبلي، صوبې ته دې درې نيم اربه روپۍ فراهم کړي اؤ دقبائيلي علاقو په فيصلو کښې دې  صوبائي حکومت اؤ عوام په اعتماد کښې واخلي، وزيراعلى  په پنجابۍ کښې ووئيل "ساڈا حق ایتھے رکھ، ساڈا حق ایتھے رکھ" اؤ واضحه ئې کړه چې  مونږ ته دنور استعمال شوي وسائيل نۀ بلکې خپل اصل حق پکار دے. وزيراعلى  غوښتنه وکړه چې دضم شوو ضلعو بقايا جات دې فوري ادا کړے شي، مونږ ته خير نۀ دے پکارے، مونږ ته دې خپل حق راکړے شي، وزيراعلى يوځل بيا ووئيل چې زما په نامزدګۍ اعتراضونه شوي، دۀ ووئيل چې په هره ضلع کښې به امن جرګې ترسره کوو. جرګې ته دمختلفو قبائيلي ضلعو مشران وربلل شوي وو، دې جرګې  دجلسې منظر پيش کولو  خو په دې کښې دپاکستان تحريک انصاف جهنډې نۀ وې بلکې دسپين رنګ جهنډې پکښې  وې چې پرې دامن لفظونه درج وو. وزيراعلى  سهيل افريدي  پخپله وينا کښې ووئيل چې  دپاکستان سرحدونه چې دقبائيلي ضلعو سره پيوست دي، ددې  هميشه حفاظت قبائيلي عوامو کړے دے، دچا جرائت نشته چې دې علاقو ته داخل شي  خو وروسته په بندو کوټو کښې  دناستو کسانو دفيصلو په وجه   مونږ پردي جنګ ته ودانګل. دۀ ووئيل چې  مونږ ته وئيل شوي چې دپاکستان لپاره دقربانۍ ضرورت دے اؤ دقربانۍ ګډ قبائيل جوړ کړے شويدي، مونږ قربانۍ هم ورکړيدي اؤ دفوجي اپريشنو په دوران مو خپل کورونه هم پريښي دي. سهيل افريدي ووئيل چې  زمونږ کورونه اؤ حجرې ويجاړې شويدي، زمونږ باپرده زنانه پښې ابله پښې په لارو کوڅو کښې ګرځيدلي اؤ ديو نه پس بل اپريشن روان ؤ، ددې نه پس ډرون حملې شروع شوې، خو مونږ بيا هم قربانۍ ورکړې. سهيل افريدي ووئيل اوس يوځل بيا دفوجي اپريشن تيارۍ روانې دي اؤ زمونږ نه دوباره قرباني غوښتل کيږي، وړاندې چې مو کومې قربانۍ ورکړي، دهغې حساب به څوک ورکوي؟ سهيل افريدي ووئيل دا جرګه دڅو غوښتنو لپاره رابلل شوې ده اؤ په دې کښې  به ټولو ته زما ملګرتيا کول وي ځکه چې مونږ قربانۍ ورکړيدي، زمونږ پوليسو قربانۍ ورکړيدي اؤ ددې په نتيجه کښې دلته امن قائم شوے ؤ. دۀ ووئيل مونږ مطالبه کوو چې  دلته دې کوم نوے فوجي اپريشن ونۀ کړے شي، مونږ به درياست سره په شريکه دامن قائم ساتلو کښې تعاون کوو اؤ دسيکورټي فورسز سره به اوږه په اوږه ودريږو خو دبې ګناه خلقو   نقصان به په يو صورت هم نۀ منو. دۀ  دمرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې دقبائيلي ضلعو دمستقبل په اړه دې  فيصلې  دصوبائي حکومت، مقامي مشرانو اؤ عوامو سره په مشوره وکړے شي، ګنې دويم صورت کښې به يوه منصوبه هم  دمنلو وړ نۀ وي. دۀ ووئيل دقبائيلي ضلعو دانضمام په وخت شوې وعدې اؤ د٥٠٠ اربو روپو فنډز دې زر تر زره جاري کړے شي، دۀ دريمه غوښتنه وکړه چې نيشنل فنانس کميشن اجلاس دې زر راوبللے شي اؤ خېبرپښتونخوا ته دې ددوي جائزه برخه وکړے شي، دبجلۍ دخالصې منافعې په مد کښې دې واجب الادا ٢٢٠٠ اربه روپۍ صوبې ته واپس  کړے شي. دۀ ووئيل زۀ تاسو سره وعده کووم چې تر کومې زۀ ژوندے يم، ستاسو دحقونو لپاره به جنګيږم اؤترمرګه به دا وعده پوره کووم.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي