په کوهاټ کې عرض ليکونکو ته امر شوی چې افغان کډوالو ته عرضونه ور نه کړي
کوهاټ (نعمت الله خان) د کوهاټ تحصيل يوې مشرې په محکمه کې ټولو عرض ليکونکو ته امر کړی چې په کوهاټ کې مېشت افغان کډوالو ته د قانوني عرضونو ليکل بند کړي.
په صادر شوي امر کې ويل شوي، افغان کډوال نه شي کولای چې د کاروبار، ملکيت يا د کوم بل قانوني عمل لپاره په محکمه کې عرض ليک يا سټامپ پاڼه واخلي. که کوم عرض ليکونکی افغان کډوالو ته عرض (سټامپ پاڼه) ورکړي نو د هغه جواز به لغوه کېږي او پر وړاندې به يې قانوني چلند تر سره شي.
ياد امر په داسې مهال شوی، چې د پاکستان حکومت د کورنيو چارو وزارت له خوا د افغان کډوالو د پېژندپاڼو (کډوالۍ کارتونو) اعتبار موده ختم اعلان کړې او په کوهاټ کې چارواکو لخوا افغان مشرانو ته ويلشوي چې نور دې له پنډ غاليو ووځي او بېرته د خپل هېواد ته ستانه شي.
د حکومت دريځ له مخې، د هېواد د امنيت او ثبات په موخه د ناقانونه مېشتو بهرنيانو د اېستلو درېيم پړاو پيل شوی دی.
بلخوا په کوهاټ کې مېشت افغان کډوالو مشرانو دريځ دی چې د کډوالو اېستلو لپاره د ورته پاليسي روښانه کړل شي او د يو منظم پلان له لارې د هېواد ته په درناوي سره ولېږل شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0