ددرنو چالانونو خلاف دټرانسپورټرانو په کوهاټ روډ احتجاج

Jun 23, 2025 - 22:28
 0  1
ددرنو چالانونو خلاف  دټرانسپورټرانو په کوهاټ روډ احتجاج

 کوهاټ کښې دټريفک پوليس اهلکارو او افسرانو لخوا ګاډو ته په غيرقانوني توګه دزرګونو روپو دچالان ورکولو خلاف  ټرانسپورټرانو احتجاج کړے دے اؤ سړک ئې بند کړے دے.

دټريفک روانۍ بحالولو پځائے صوبائي حکومت ټريفک پوليس دنوټ چهاپ کولو انډسټري جوړه کړې ده، ټريفک پوليس افسران اؤ اهلکار  دډلو په صورت کښې دښار دننه اؤ په شاهراه ګانو ودريدو سره په لاره روانو موټرسائيکلو، پک اپ ګاډو، مسافرو ګاډو، بسونو، لوډډ ګاډو اؤ امپورټ ايکسپورټ مال وړونکو ټرالرو اؤ ټرکونو ته بغير دڅه جرم نه  دزرګونو روپو دچالان پرچې ورکوي اؤ دشوکمارو پشان ئې په دواړو لاسو لوټي، کۀ دغيرقانوني زرګونو روپو دچالان سلسله پنده نۀ کړے شوه نو دپېښور پشمول  به خېبرپښتونخوا کښې  مال برداره ټرالرې په روډونو ودرولو سره پهيه جام هړتال شروع کړے شي

ددې خيالاتو اظهار دافغان ټرانسپورټ اونر ايسوسي ايشن پاکستان صدر محمد نور احمدزئي سکيم چوک کوهاټ روډ باندې دټريفک پوليس خلاف دروډ بندولو سره  داحتجاج په دوران کړې ده. دۀ صحافيانو سره په خبرو کښې ووئيل چې سکيم چوک کوهاټ روډ اؤ ګهړي قمردين چوک کوهاټ روډ اؤ نورو مقاماتو باندې ټريفک پوليس  بغير دخلاف ورزۍ نه دلوټ مار بازار ګرم کړے دے، همدغه شان دضلع نوښار ټريفک پوليس بيل دوه زره روپۍ چالان بغير دجرم نه کوي، په پېښور کښې ټريفک پوليس اهلکار دپينځه، پينځه زره روپو بيل چالان کوي اؤ دهغوي پرچه هم نۀ تسليموي. حکومت پخپله لاقانونيت کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي