امريکې پاکستان ددهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې غيرمعمولي شراکت دار وګرځولو

Jun 12, 2025 - 03:15
 0  1
امريکې پاکستان ددهشت ګردۍ خلاف  جنګ کښې  غيرمعمولي شراکت دار  وګرځولو
Screengrab/DAWN

دامريکائي سنټرل کمانډ( سينټکام) کمانډر  جنرل مائيکل کوريلا پاکستان ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې يو غيرمعمولي شراکت دار ګرځولے اؤ په بلوچستان کښې ئې ددهشت ګردۍ اؤ دداعش خراسان پشان دهشت ګردو تنظيمونو په ضد دپاکستان دجدوجهد ستائينه کړې ده.

 پاکستان اؤ امريکې په لسمه مئ په واشنګټن کښې  دخرو په دوران دترهه ګرۍ دمخنيوي دمرستې  دجاري ساتلو پخلے کړے ؤ، په دې خبرو کښې علاقائي اؤ عالمي سلامتۍ ته دکالعدم  تحريک طالبان پاکستان اؤ داعش خراسان پشان  ددهشت ګردو تنظيمونو پشمول  دپېښو ترټولو اهمو چيلنجونو مهارولو کښې ددواړو ملکونو ترمينځ په مرسته زور راوړل شوے ؤ.

 په روانه مياشت کښې   به ددواړو ملکونو ترمينځ دترهه ګرۍ  په مخنيوي يوځل بيا خبرې کيږي. دنهې په ورځ په واشنګټن کښې د هاؤس ارمډ سروسز کميټۍ دسماعت په دوران  جنرل مائيکل کوريلا نه چې دپاکستان سره  دافغان سرحد  دصورتحال په اړه پوښتنه وشوه نو هغه ووئيل چې پاکستان دداعش خراسان ګڼ اهم کارمندان نيولي دي. 

داسلام اباد سره دغيرمعمولي شراکت دارۍ ستائيلو په دوران جنرل مائيکل کوريلا ووئيل چې  پاکستان   دداعش خراسان په لسګونو دهشت ګرد هلاک کړيدي، دۀ ووئيل چې دانټلي جنس  دتبادلې نه پس پاکستان دداعش خراسان پينځه اهم دهشت ګرد نيولي دي.

 دۀ دداعش خراسان اهم کارمند محمد شريف الله عرف جعفر په حوالې ورکولو سره ووئيل چې پاکستان جعفر( امريکې ته) حواله کړے دے چې  دايبي ګيټ بم چاؤدنې په پشي شا کليدي کسانو کښې يو ؤ.

جنرل مائيکل کوريلا ووئيل چې  دشريف الله دګرفتارۍ نه پس  دوي ته دارمي چيف فيلډ مارشل عاصم لخوا کال ترلاسه شوے ؤ اؤ هغه ووئيل چې  ما هغه نيولے دے، زۀ هغه واپس امريکې ته حواله کولو ته تيار يم، په مننې سره ددفاع سيکرټري اؤ صدر ته ووايئ.

دسينټکام کمانډر ووئيل مونږ  وينو چې پاکستان، زمونږ دفراهم کړے شوي  محدود انټلي جنس سره، دخپلو ذريعو په استعمالولو سره ددغو( ترهه ګرو) تعاقب کوي اؤ مونږ په داعش خراسان ددې اثرات وينو.

جنرل کوريلا ووئيل چې د٢٠٢٤م داغاز نه دپاکستان مغربي علاقه کښې  زرو پورې ترهه ګرې حملې شويدي، دۀ ووئيل چې ( پاکستان) دا وخت دترهه ګرۍ  دمخنيوي فعاله جنګ کوي.

دۀ ووئيل چې پاکستان دترهه ګرۍ دمخنيوي په ميدان کښې يو غيرمعمولي شراکت دار پاتې شوے دے. دۀ ووئيل چې امريکا  ته د پاکستان اؤ هند دواړو سره دتعلقاتو برقراره ساتلو ضرورت دے.

دۀ ووئيل داسې نۀ ده چې ګنې زمونږ دبهارت سره تعلق دے نو مونږ   دپاکستان سره تعلق نۀ شو ساتلے، مونږ ته به دتعلقاتو دمثبتو اړخونو لپاره ددې خوبيو ته کتل وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي